په لوګر کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ جوړه شوه
د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ نیازياباد کلي اړوند نعمانیه دیني مدرسې لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د اوسېدونکو په مالي مرسته، د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت، پر دوه جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده چې اداري خونې، درسي ټولګي، دهلېز، د اوداسه ځای او نور اړین ملحقات لري.
