په نورستان کې د یوه ښوونځي لپاره ازمېښتون پرانیستل شو
د پوهنې وزارت له لوري د نورستان ولایت مرکزاړوند «پرونز» منځني ښوونځي لپاره د عملي فعالیتونو په موخه یو ازمېښتون جوړ او پرانیستل شو.
د یاد ښوونځي مسوولینو او ښوونکو د ازمېښتون له جوړېدو خوښي څرګنده او ویې ویل، چې له دې وروسته به زدهکوونکي ته د نظري درسونو ترڅنګ د عملي تجربو او فعالیتونو زمینه هم برابره شي.
