د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس ټولګیو ازمایښتي پړاو پلی کېږي

media-moe
Mon, Oct 05 2026 12:52 PM
7

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز، د ساینسي زده‌کړو د پیاوړتیا د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د ساینس مضمون د عملي او اغېزمن تدریس لا جذابیت په موخه، د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د «ساینس ټولګیو» د جوړولو طرحه د ازمایښتي پړاو په توګه پلې کوي.
د همدې موخې لپاره د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا د لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول‌ګل ایوبي، د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز د رئیس محترم عبدالوکیل الهام، د کابل ښار د پوهنې رئیس محترم مولوي حسیب‌الله صاحب‌زاده او د ټاکل شویو ۱۰ ښوونیزو مرکزونو د آمرینو په ګډون ګډه غونډه جوړه شوه.
د طرحې له مخې، په یادو ټولګیو کې به د ساینس مرکز له لوري تولید شوي علمي او برېښنايي ښوونیز مواد زده‌کوونکو ته وړاندې کېږي، چې د علمي مفاهېمو د عملي تشریح، د زده‌کوونکو د ونډې زیاتولو او د ساینس زده‌کړو ته د هغوی د لېوالتیا د پیاوړتیا لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.
د دغه ازمایښتي پړاو موخه د طرحې د عملي کېدو پر مهال د شته فرصتونو، ستونزو او اړتیاوو پېژندل او د ترلاسه شویو تجربو پر بنسټ د برنامو د لا ښه پلي کېدو لپاره د مناسبو لارو چارو ټاکل دي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS