په غور کې ښوونکو ته روزنیزه برنامه جوړه شوه
د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې د ښوونځیو د ساینس او ریاضي ۱۵ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د تدریسي کیفیت ښهوالي په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
د دغې برنامې په ترڅ کې د ښوونکو د عملي مهارتونو پر پیاوړتیا، د تجربوي علومو زدهکړې ته د زدهکوونکو پر هڅونې او د تدریس په بهیر کې د فعالو او زدهکوونکيمحورو میتودونو پر کارولو ټینګار وشو.
