په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه
د زابل ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې، د دغه ولایت د شاهجوی ولسوالۍ په خالد بن ولید ښوونځي کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال د سیمې د اوسېدونکو له مالي ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل: د یادو ټولګیو د جوړولو لګښت ټولټال ۳۰۵ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د سیمې د خلکو له لوري ورکول کېږي.
د دغو ټولګیو په جوړېدو سره به د ۱۵۰تنو زدهکوونکو لپاره مناسب درسي چاپېریال برابر شي.
