په بدخشان کې د یوه ښوونځي ښوونیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د ښوونیزو بنسټونو پیاوړتیا او د زدهکړې د اسانتیاوو ښه والي په موخه، د بدخشان ولایت د شهر بزرگ ولسوالۍ ندیمي لېسې درې رغنیزې پروژې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یادې پروژې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پلې شوې، چې پکې د غونډو تالار جوړول، د مجهز ازمېښتون تاسیسول او د څښاک پاکو اوبو لپاره د یو حلقه څاه کیندل شامل دي.
