په ننګرهار کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د ننګرهار ولایت مهمند درې ولسوالۍ اړوند منګل لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یوه خیریه بنسټ لخوا د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ شپږ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، درې تشنابونه، د اوبو یو څاه او نورې اړین ملحقات لري، چې نږدې زر تنو زدهکوونکو ته یې د زدهکړې لپاره مناسب ښوونیز چاپېریال برابر کړی دی.
