په غزني کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د غزني ولایت مرکز اړوند کلاغچ په سیمه کې د شاه ابوالفتح ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د درې میلیونو افغانیو په لګښت، پر پنځه جریبه ځمکه جوړه شوې، چې ۹ درسي ټولګي او یوه اداري خونه لري.
د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه ښوونځي کې ۲۷۰ تنه زدهکوونکي پر زدهکړو بوخت دي، چې د نوې ودانۍ په پرانیستل کېدو سره به ورته د زدهکړو لپاره مناسب او معیاري چاپېریال برابر شي.
