د لوګر ولایت له ۲۲ ښوونیزو بنسټونو سره د ۸.۵ میلیونه افغانیو مالي مرسته شوې ده
د روان کال په تېرو دوو میاشتو کې د لوګر ولایت له ۲۲ ښوونیزو بنسټونو سره د ۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مالي مرستې شوې دي.
یادې مرستې د لوګر ولایت د سوداګرو، شتمنو کسانو او اوسېدونکو له لوري برابرې شوې دي، چې په مرسته یې د ۲۱ بابه دیني مدارسو او ښوونځیو د ودانیو، درسي ټولګیو، لمریزې برېښنا اسانتیاوو، څاګانو کیندلو او نورو اړتیاوو پوره کولو چارې پیل شوې دي. همدارنګه، یوه ټوټه شخصي ځمکه هم د یوه بل ښوونځي لپاره وقف شوې ده.
