غزني ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت ترمیم شوه
د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ فاطمةالزهرا ښوونځي ودانۍ د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت ترمیم او په رسمي توګه بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد ښوونځی ۱۱ درسي ټولګي او یوه اداري خونه لري، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي همکارۍ په معیاري او مناسبه توګه ترمیم او بیاورغول شوه.
