د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه
پکتیکا
د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالۍ له منصوري لومړني ښوونځي سره ۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې، چې د یاد ښوونځي د ترمیم په برخه کې لګول شوې ده.
غور
د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ پشته نور لېسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۲۵ زره افغانیو په لګښت د پاکو اوبو یو څاه کیندل شوی دی.
پنجشېر
د پنجشېر ولایت پریان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید (رضي الله عنه) دارالحفاظ لپاره د نویو درسي خونو جوړولو په موخه، د سیمې اوسېدونکو ۸۰ زره افغانۍ مالي مرسته کړې ده.
لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د (شهدای پادخواب شانه) لېسې ودانۍ د ۲۰ زره افغانیو په لګښت رنګ شوې ده.
