د غور ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو ته روزنیزه برنامه جوړه شوه
د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د اداري کیفیت ښهوالي او د ځوابویلو او مسوولیتپذیرۍ کولتور پیاوړتیا په موخه، د غور ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو ته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د کارکوونکو د کړنو ارزونې تر سرلیک لاندې روزنیزه برنامه جوړه شوه.
دغه برنامه د غور ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي غلاممحمد کاظم، د چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس، د یو شمېر تعلیمي بنسټونو د مسوولینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
