د کابل د شپږو دارالعلومونو له شاوخوا ۵۰۰ تنو طلابو څخه د ازاد رقابت ازموينه واخيستل شوه

media-moe
Mon, Nov 16 2026 12:29 PM
4545

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معينيت اړوند دارالعلومونو ریاست له لوري، د کابل د شپږو مرکزي دارالعلومونو د شاوخوا ۵۰۰ تنو طلابو ترمنځ د صرف او نحوې په مضمونونو کې د ازاد علمي رقابت سیالي ترسره شوه.
یاده ازموینه د افغان، امام ابوحنیفه، عبدالله بن زبیر، حاجي چمن، کابل مرکزي دارالحفاظ او کابل عالي عربي دارالعلومونو له طلابو څخه په یو وخت، د کابل عالي عربي او امام ابوحنیفه دارالعلومونو په انګړونو کې واخیستل شوه.
د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي د یادې سیالۍ په اړه وویل چې، د دغې ازموینې اساسي موخه د طلابو د علمي وړتیاوو لوړول، د زده‌کړو بهیر ته د هغوى هڅول، د سالم علمي رقابت د کولتور پیاوړتیا او  د طلابو د علمي وړتیاوو لوړول دي.
نوموړي زیاته کړه:" دا لومړی ځل دی، چې د دارالعلومونو ریاست په نوښت د طلابو ترمنځ په دې بڼه د علمي سیالیو او ازموینو لړۍ پیلېږي او دا به د دیني زده‌کړو د کیفیت لوړولو او د علمي استعدادونو د پېژندلو په برخه کې تر ټولو اغېزمنه ونډه ولري.
همدارنګه، د کابل عالي عربي دارالعلوم آمر محترم مولوي حمدالله نعماني د یادې ازموینې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دا سیالي د صرف او نحوې په مضمونونو کې د طلابو د علمي کچې او وړتیاوو د ارزونې او لا پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د دغې علمي سیالۍ غوره او ممتازو ګډونوالو ته به د هغوی د هڅونې او لا زیاتې انګېزې رامنځته کولو په موخه ډالۍ او ستاینلیکونه هم ورکړل شي.

Latest news

Tue, Nov 10 2026 3:34 PM
Background image

Press Release Ministry of Education Responds to UNESCO and UNICEF’s Latest Report on the State of Education in Afghanistan

The Ministry of Education rejects the interpretation that the joint UNESCO–UNICEF report means more than half of Afghanistan’s primary-school-age children receive no education of any. . .

Sun, Oct 18 2026 2:25 PM
Background image

Minister of Education and Accompanying Delegation Visit the Directorate of Standardized Examinations and Educational Outcomes Assessment

The Minister of Education, the Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, accompanied by the Deputy Minister for Islamic Education, the Honorable Karamatullah Akhundzada, and the Deputy. . .

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

BACK TO NEWS