د لغمان د پوهنې ریاست سره د یو شمیر اجناسو او لوازمو مرسته وشوه
د پوهنې وزارت، لغمان: د ستاره درخشان موسسې له لوري د لغمان ولایت د پوهنې رياست سره د یو شمیر اجناسو او لوازمو مرسته وشوه.
په مرسته شويو اجناسو کې ۱۵ پايې ډسکټاپ کمپیوټرونه، ۱۵ پایې د کمپیوټر میزونه، ۱۸ تختې پلاستیکي فرشونه، یو پایه تلویزیون، ۱۸ داني د اوبو ترموزونه او نور اړین اجناس شامل دي.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د یادې موسسې د ختیځ زون مسول تواب بهیر د پوهنې ریاست سره یي د دوامدارو مرستو ژمنه وکړه، همدارنګه د لغمان ولايت د پوهنې رییس عبدالله حمیدی له یادې موسسې له مسوولینو مننه وکړه او د يادې موسسې څخه يې د دوامدارو مرستو غوښتنه وکړه.
