په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې د فعالیتونو یوه برخه

media-moe
Wed, Oct 05 2022 11:38 AM
په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې د فعالیتونو یوه برخه

لوګر:
د لوګر ولایت د مرکزي جهادي لېسې د څلور نیم میاشتنۍ ازموینې پایلې اعلان شوې.
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت په ياده لېسه کې جوړه شوې وه، د پوهنې رياست مسوولينو، د لوګر ولايت چارواکو، ديني عالمانو او د سيمې خلکو برخه اخيستې وه.
بلخ:
 د عبدالجلیل زوی سیف الرحمن په نوم د بلخ ولایت د مارمل ولسوالۍ د ابو عصمت عالي لېسې د اتم ټولګي یو تن زده کوونکي د ترانسپورت وسایل جوړ کړي، چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د مشرتابه له خوا یې ستاینه وشوه او ژمنه یې وکړه. له هغه سره به مرسته وکړي.
پروان :
د پروان ولايت د پوهنې رئيس مفتي محمد حسن د بي بي حفصې د نجونو په لېسه کې د رسول الله (ص) د زوکړې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او د حضرت محمد (ص) پر اخلاقو يې خبرې وکړې. او زياته يې کړه چې مسلمانان بايد د رسول الله (ص) له سنتو څخه پيروي وکړي.

کابل:
 د کابل ولايت د بګرامي ولسوالۍ د پوهنې رئيس مولوي بلال حنفي د شمس العلوم روحاني لېسې د څلور نيمو مياشتنيو ازموينو څخه ليدنه وکړه، چې د ځينو ستونزو له امله ناوخته پيل شوې وه.
په ورته وخت کې د دغه ولایت له چهاراسیاب ولسوالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ولسوالۍ د پوهنې ریاست اداري غونډه د چهاراسیاب ولسوالۍ د ولسوال، عمیر المعروف او د پوهنې د مسؤلینو په ګډون جوړه شوه. او د لارښوونې او بلنې ریاست د تشکیل په ګډون په بیلابیلو موضوعاتو بحث وشو.
کاپیسا:
د کاپیسا ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني د تګاب ولایت د امیرزاده خصوصي لېسې له تدریسي او اداري چارو څخه څارنه وکړه، زده کوونکي یې وهڅول او په لازمو مواردو کې یې ورته لارښوونې وکړې.
کابل:
د کابل ولايت د کلکان ولسوالۍ د پوهنې آمر محبوب الرحمن رحماني د اغا سراي د کلي په شورا کې مشورتي غونډه وکړه او له خلکو يې وغوښتل چې د خپل ښوونځي د مديريت په برخه کې همکاري وکړي او په کلي کې د یوه ښوونځي په جوړولو کې اقدام وکړي.

خوست:
دخوست ولايت د پوهنې رياست د خدماتو مديريت مسوولينو د يو عمومي اشر په ترڅ کې د دغه رياست ټولې ساحې له کثافاتو او بې کاره وسايلو څخه پاکې کړې .
د دې ادارې کارکوونکو ژمنه وکړه چې له اجیرانو سره به په ګډه د خپلو دفترونو په پاکولو کې فعاله ونډه اخلي.
نورستان:
د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي مجیب الرحمن ثوبان د کماریګل، ارمورو او ساریت ښوونځیو له ټولو چارو څخه څارنه وکړه او د چارو د لا ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
بلخ:
د بلخ ولايت د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو مرستيال مولوي عبدالصبور فريد له خپل ملگري پلاوي سره د ۱۴۰۰ کانکور د ازموينې په لومړۍ ورځ د بايومټريک له جریان څخه ليدنه وکړه او د دغه بهير د شفافو پړاوونو او د نظم د مراعتولو په اړه يې لارښوونې وکړې.
کابل:
د کابل ښار د پوهنې ریاست له کارکوونکو ستاینه وشوه.
د ښار د پوهنې رئیس مولوي احسان الله خطیب د ستاینلیک په ورکولو سره ټول مامورین صداقت او دیندارۍ ته وهڅول او د دوی د کارونو له امله یې ستاینه وکړه.

Latest news

Sun, Apr 26 2026 3:52 PM
Background image

Inauguration of an Education Support Project by the Minister of Education in Bamyan Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, who has traveled to Bamyan Province on an official visit, inaugurated an education support project funded by a partner. . .

Sun, Apr 26 2026 3:36 PM
Background image

The foundation stone of a school was laid by the Honorable Minister of Education in Bamyan Province

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, during his official visit to Bamyan Province, laid the foundation stone of a. . .

Thu, Mar 26 2026 12:54 PM
Background image

The new academic year 1405 in the cold-region provinces of the country officially commenced through special ceremonies.

The new academic year 1405 was formally inaugurated in the presence of the respected leadership of the Ministry of Education, high ranking officials, a number of esteemed members of the. . .

BACK TO NEWS