د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو

media-moe
Tue, May 30 2023 9:31 AM
د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت تر چتر لاندې د څارنې او ارزونې ریاست کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
د څارنې او ارزونې د رئيس غلام ربي رباني په وینا: د دغه روزنيز پروګرام له ترسره کېدو يې موخه په مرکز او ولايتونو کې د پوهنې رياستونو د ستونزو د لرې کولو او د اغېزمنې څارنې په برخه کې د کارکوونکو د مسلکي پوهاوي د کچې لوړول دي.
نوموړي د ياد سيمينار له ګډونوالو وغوښتل، چې د یاد ښوونيز پروګرام له محتوا څخه سمه ګټه پورته کړي.
د څارنې او ارزونې رئیس د خپلو خبرو په جریان کې زیاته کړه: په پام کې ده چې له دغه ښوونيز سيمينار څخه وروسته یاد کسان د هېواد ولایتونو او ولسوالیو ته د څارنې او ارزونې په موخه لاړ شي او د ترلاسه شویو زده کړو څخه په دې برخه کې کار واخلي.

Latest news

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

Wed, Jun 11 2025 2:24 PM
Background image

Official Visit of the Ministry of Education Delegation Headed by the Deputy Minister from the Russian Federation

Alhaj Mawlawi Sakhawullah sayed, Deputy Minister of Education of the Ministry of Education, leading a high ranking delegation of the Islamic Emirate of Afghanistan, departed for the. . .

BACK TO NEWS