له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
Wed, May 31 2023 2:55 PM
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

هرات

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست پلاوي دیوه  رسمي سفر په ترڅ کې د هرات ولایت د پوهنې ریاست د نتایجو او شهاتنامو د وېش له مدیریت څخه لیدنه وکړه او د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه یې د برېښنايي شهادتنامو د وېش لړۍ پرانیستله.
د ياد ولايت د پوهنې رئيس د پوهنې وزارت پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د شهادتنامو د برېښنایي کولو په تړاو یې خوښي څرګنده کړه.

په هرات ولایت کې د دولتي او خصوصي ښوونځيو د زده کوونکو د ٢٠ ټيمونو ترمنځ د (فتحې او خپلواکۍ) کپ تر عنوان لاندې د فوټبال سيالۍ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې د رئيس مولوي عبدالله اميني، د ښوونځيو د مديرانو، غړو او د بدني روزنې د ښوونکو په ګډون پيل شوې.
د هرات ولایت د پوهنې رئيس سپورټ د ذهني او جسمي روغتيا لپاره يو مهم عنصر وباله او د دا ډول سياليو پيلول يې مهم او ارزښتناک وبلل.

هلمند

په هلمند ولایت کې د LKRO مؤسسې مسئولینو د ۷۶ دیني مدارسو پر زده کوونکو قرطاسیې او نور ښوونیز توکي ووېشل.
دغه مرستې په ١٤٠ بستو کې ځاى پر ځاى شوې وې، چې د ياد ولايت د پوهنې رياست په مرسته د يادو ښوونځيو زده کوونکو ته ورکړل شوې.
د هلمند د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري د يادې مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او د دا ډول مرستو د دوام غوښتنه يې وکړه.

دایکندي

د دایکندي په میرامور ولسوالۍ کې د پلاس او چارصدخانه سیمو یو شمېر قومي مخورو د چهارصدخانه د هلکانو لېسې د ستونزو په اړه د پوهنې ریاست له سرپرست قاري عنایت الله سهار سره خبرې وکړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
د دایکندي د پوهنې ریاست مشرتابه د پوهنې په برخه کې د سیمې د خلکو د همکارۍ له امله مننه وکړه او د مرسته ژمنه یې وکړه.

بغلان

 د بغلان ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نور عزيزي د دغه ولايت د مرکزي اناثیه دارالعلوم د اداري او ښوونيزو فعاليتونو د څېړنې په ترڅ کې د زده کوونکو د علمي سویې ازرونه وکړه  او د ځینو مهمو اداري او ښوونیزو مسایلو په تړاو یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

Latest news

Sun, Apr 26 2026 3:52 PM
Background image

Inauguration of an Education Support Project by the Minister of Education in Bamyan Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, who has traveled to Bamyan Province on an official visit, inaugurated an education support project funded by a partner. . .

Sun, Apr 26 2026 3:36 PM
Background image

The foundation stone of a school was laid by the Honorable Minister of Education in Bamyan Province

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, during his official visit to Bamyan Province, laid the foundation stone of a. . .

Thu, Mar 26 2026 12:54 PM
Background image

The new academic year 1405 in the cold-region provinces of the country officially commenced through special ceremonies.

The new academic year 1405 was formally inaugurated in the presence of the respected leadership of the Ministry of Education, high ranking officials, a number of esteemed members of the. . .

BACK TO NEWS