له ولايتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه
لوګر
د لوګر پوهنې ریاست مسئولین وايي، چې سږ کال یې له خلکو څخه درۍمیلیونه افغانۍ مرسته ترلاسه کړې او د ياد ریاست په بېلابېلو څانګو کې یې لګولي دي.
د ياد ولايت پوهنې رياست مشرتابه، د يو لړ هغو مراسمو په ترڅ کې چې پکې د يو شمېر نورو ادارو استازو هم ګډون درلود، د پوهنې دوست خلکو ته د ستاينليکونو په ورکولو سره د هغوی ستاينه او قدرداني وکړه.
بامیان
د دوو خیریه بنسټونو استازو د بامیان ولایت پوهنې له رئیس مولوي رحمت الله قنديلي سره په کتنه کې، ژمنه وکړه چې سږ کال به د بامیان ولایت ۸ ښوونځي د لمریزې برېښنا په سیستم سمبال کړي.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت د پوهنې دوستو ځوانانو د سره رود ولسوالۍ د کټه پور لېسې لپاره د ۱۴ زره افغانیو په ارزښت برېښنايي وسایل وپېرل. د ننګرهار پوهنې ریاست د دوی دغه نېک اقدام وستایه.
بغلان
د بغلان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نور عزيزي د پلخمري جهادي مدرسې د څلور نيم مياشتنيو آزموينو څخه څارنه وکړه او د پروسې پر روڼتيا د ټينګار تر څنګ يې له هغوى وغوښتل، ترڅو اړيکو ته په وړتياوو لومړيتوب ور کړي.
لوګر
د لوګر ولایت پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز د حضرت حمزه (رضي الله عنه) دارالاېتام له څلورنيم میاشتنيو آزموینو څخه څارنه وکړه او د یاد ښوونيز بنسټ د ستونزو په حل کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه.
