د بادغیس ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د اوبو رسولو پروژو چارې بشپړې شوې

په هغو مراسمو کې چې پکې د بادغیس والي الحاج ملا عبدالصمد جاوېد، پوهنې رئیس مولوي محب الله احسان، د پوهنې وزارت روغتیایي څانګې سلاکار، پوهنې په برخه کې د همکارو بنسټونو استازو، اقتصاد رئیس، کلیو پراختیا مسئولینو او علماوو ګډون درلود؛ د یاد ولایت د بالامرغاب، قادس او مرکز اړوند ۷ بابه ښوونځيو د اوبو رسولو اووه پروژې چې د برېښنا په سیستم سمبالې دي جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یاد ولايت پوهنې رئيس د مرستندويه بنسټ له پرله پسې مرستو مننه وکړه او له يادې ادارې څخه يې د پوهنې له رياست سره د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.
ورپسې ويناوالو هر يو په خپل وار سره د پاکوالي، د ساري ناروغيو د خپرېدو د مخنيوي، د څښاک د پاکو اوبو کمښت او نورو ښوونځيو کې د ودانيزو پروژو په اړه ګټورې خبرې وکړې.
د يادونې وړ ده، چې پورتنۍ پروژې د ۳۷ ميليونه او ۲۴۱ زره ۹۵۷ افغانيو په لګښت د اوو مياشتو په موده کې بشپړې شوې دي.