د پوهنې وزارت او د افغان پسټ شرکت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د پوهنې وزارت د کارکوونکو، مراجعینو او د ښوونيزو بنسټونو د زده کوونکو اړوند د اداري او فراغت اسنادو لېږد برخه کې د لازمو آسانتیاوو د برابرولو په موخه، د ياد وزارت او د افغان پسټ شرکت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک تمديد او بياځلې لاسلیک شو.
ياد هوکړه لیک د پوهنې وزارت د کيفيت تضمین معين الحاج مولوي عبدالخالق صادق او د افغان پسټ شرکت رئیس مولوي رحمت الله رامکي لاسليک کړ.
د افغان پسټ شرکت رئيس د ياد هوکړه لیک د محتوا په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه؛ د دغه هوکړه لیک له مخې افغان پسټ شرکت ژمن دی، چې د ښوونځیو فارغانو ته د شهادتنامو سربېره، د پوهنې وزارت اړوند د نورو برخو مراجعینو ته په مرکز او اړوندو ولایتونو کې د اړتیا وړ اسنادو ته د لاسرسي او لېږد په برخو کې لازمې آسانتياوې رامنځته کړي.
ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معين د ياد وزارت سره د دغه شرکت له همکاریو او هڅو خوښي څرګنده او مننه وکړه.
په پاى کې نوموړي د شرکت له مسئولينو وغوښتل، تر څو فارغانو ته د اسنادو د لېږد په برخه کې د وخت له ضايع کېدو مخنيوى وکړي.