په تخار ولایت کې د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

د تخار ولایت پوهنې ریاست د افغانستان.ا.ا. له یو شمېر هغو م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت په موخه آزموینه واخیستله، کوم چې د .ج.هادي بوختیاوو له امله د زده کړو له بهیره وروسته پاتې شوې وو.
د یادې پروسې مسئولې کمېټې وويل: په دې آزموينه کې شاوخوا دوه زره کسانو ګډون کړى وو.
مسئولينو د آزموينې په بهير کې د روڼتیا د ډاډ ترڅنګ ټينګار وکړ، چې په دې آزموينه کې بريالي شوي کسان به د هېواد د دولتي ښوونځيو په يوولسم او دولسمو ټولګيو کې د زده کړو د بشپړولو په موخه شامل شي.
د آزمونې ګډون وال د زده کړو له آسانتیاوو څخه خوښ دي او له نورو هیوادوالو یې غوښتنه وکړه، تر څو له شته فرصتونو څخه په استفادې خپلې زده کړې بشپړې کړي.