په تخار ولایت کې د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۲:۲۹
1

د تخار ولایت پوهنې ریاست د افغانستان.ا.ا. له یو شمېر هغو م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت په موخه آزموینه واخیستله، کوم چې د .ج.هادي بوختیاوو له امله د زده کړو له بهیره وروسته پاتې شوې وو.
د یادې پروسې مسئولې کمېټې وويل: په دې آزموينه کې شاوخوا دوه زره کسانو ګډون کړى وو.
مسئولينو د آزموينې په بهير کې د روڼتیا د ډاډ ترڅنګ ټينګار وکړ، چې په دې آزموينه کې بريالي شوي کسان به د هېواد د دولتي ښوونځيو په يوولسم او دولسمو ټولګيو کې د زده کړو د بشپړولو په موخه شامل شي.
د آزمونې ګډون وال د زده کړو له آسانتیاوو څخه خوښ دي او له نورو هیوادوالو یې غوښتنه وکړه، تر څو له شته فرصتونو څخه په استفادې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

بلخ
يو خيريه بنسټ، د بلخ ولايت د ښوونځيو له یوزره ۴۷۵ تنو زده کوونکو سره د ۳ میلیونه ۶۸۷ زره ۵۰۰ افغانيو په ارزښت، د بکسونو او درسي توکو مرسته وکړه، چې د یاد ولايت د پوهنې رياست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۱:۲۹
Background image

د لوګر ولایت په ښوونځیو کې د درسي کتابونو د ساتنې په اړه د پوهاوي کمپاین پیل شو

د درسي کتابونو د ساتنې او پالنې په موخه، د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د «درسي کتابونه ملي شتمني ده او باید وساتل شي» تر سرلیک لاندې په ۱۶ بابه ښوونځیو کې د پوهاوي کمپاین پیل شو.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د غور ولایت له والي او سېلاب ځپلو کورنیو سره وکتل

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او ورسره مل پلاوی، د یو لړ ښوونیزو او رزونیزو چارو د څېړنې په موخه غور ولایت ته ورسېد.
د پوهنې وزارت معین په داسې حال کې چې د. . .

BACK TO NEWS