پکتیکا ولایت کې د څه باندې ۴۶۰ زره افغانیو په لګښت د یو شمېر ښوونځیو لپاره لابراتوار خونې جوړې شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۴۴
14

د پکتیکا ولایت د زیړوک، اومنه ارګون او یوسف خېل ولسوالیو څلورو لېسو لپاره د پوهنې له بودیجې څخه د ۴۶۶ زره ۴۹۵ افغانیو په لګښت مجهزې لابراتوار خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یاد ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد د معلوماتو له مخې، د همدغو ښوونځيو لپاره د يادو لابراتوارونو پر جوړولو سربېره د دغه ولايت په ٣٠ بابه ښوونځيو کې ٣٠ درسي کڅوړې، پنځه کمپيوټرونه او يو پروجکټور هم وېشل شوي دي.

د دغو ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکو د ښوونیز نظام بډاینې په برخه کې د پوهنې وزارت له هڅو خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

په بامیان ولایت کې یو شمېر ښوونځیو ته ښوونیز وسایل توزېع شول

د بامیان ولایت پوهنې ریاست خبر ورکوي، چې د یاد ولایت د یکاولنګ او یکاولنګ دوم ولسوالیو ښوونځیو ته ښوونیز وسایل او تخنیکي تجهیزات وېشل شوي دي.
دغه اقدام د یوه خیریه بنسټ په مالي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۲۵
Background image

په زابل ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو ته د درسي موادو کڅوړې ووېشل شوې

د پوهنې یو همکار بنسټ، د زابل ولایت د ښوونځیو له ښوونکو سره ۱۰۵۰ کڅوړې درسي موادو مرسته  وکړه، کوم چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۵۷۷ زره او ۹۲۰ افغانۍ اټکل شوی دی.
د یاد ولایت پوهنې ریاست د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

په خوست ولایت کې د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د هغوی د تدریسي کیفیت ښه والي په موخه، د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ښوونکو لپاره تعلیمي او روزنیزې غونډې پیل کړې.
په یاد. . .

BACK TO NEWS