د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

غزني
د غزني ولایت پوهنې ریاست، له پاکستان څخه د ۲۱۰ تنو راستانه شویو زده کوونکو څخه د هغوی د سویې د تثبیت آزموینه واخیسته.
د يادې پروسې بريالي نوماندان به د خپلې خوښې په ښوونځيو کې د زده کړو د بشپړولو لپاره شامل شي.
لوګر
د لوګر ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه د پوهنې رئیس تر څارنې لاندې د سیمه ییزو ادارو او مرستندویه بنسټونو د مسئولینو په ګډون جوړه شوه او د ښوونیزو کړنو لاښه والي په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.
هلمند
د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د یاد ولايت له پوهنې مسئولينو سره د ليدنې پر مهال د پوهنې پر ستونزو او د هغو د حل په لارو چارو خبرې وکړې.
پروان
د پروان ولايت پوهنې رئيس مولوي سيد محمد فيضي د یاد ریاست د مرکزي څانګو له آمرینو سره وکتل.
دغه راز نوموړي په یاده کتنه کې ټولو مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې خپلې چارې د قانون په رڼا کې ترسره او په دندو کې له غفلت او بې پروايۍ څخه ډډه وکړي.
لغمان
د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد، د یاد ولایت د قرغه یي ولسوالۍ د ښوونځیو له آمرینو سره وکتل.
نوموړي د لیدنې پر مهال له هغوی وغوښتل، تر څو د درسونو د کیفیت لاښه والي او د تدریسي پلانونو د پلي کولو په برخه کې له هېڅ راز هلو ځلو درېغ ونه کړي.