د ولایتونو پوهنې کړنو لنډه کتنه
کابل
د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او اداري پراختیا لوی ریاست روزونکو، د کابل ولایت د پوهنې ریاست ۱۸ تنو کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې سیمینار جوړ کړ، چې څلور ورځې به دوام وکړي.
لوګر
د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست په همغږۍ، د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ د ښوونځيو شاوخوا زرو تنو زده کوونکو ته د کتابونو او درسي توکو د ساتنې د څرنګوالي په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو او ټاکل شوې ده چې دراونې اوونۍ تر پنجشنبې ورځې پورې به دوام ولري.
همدارنګه
د لوګر ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د ۴۶ بابه مدارسو او دارالحفاظونو د ۹۲ تنو ښوونکو او مسؤلینو لپاره څلور ورځنی ښوونیز او مسلکي سیمینار جوړ کړ.
ارزګان
د ارزګان ولایت پوهنې ریاست له ۲۶ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته، تر څو وړ کسان تر پېژندنې وروسته په ۹ خالي بستونو کې د اداري او تدریسي کارکوونکو په توګه وګمارل شي.
دایکنډي
د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار د يوه همکار بنسټ د ولايتي دفتر له مسئولينو سره وکتل او په یاد ولايت کې يې د پوهنې د بهير د پراختیا او پرمختګ لپاره د لازياتې همغږۍ او هڅو پر دوام خبرې وکړې.