په لوګر ولایت کې د۷ بابه ښوونځيو بنسټ ډبرې کېښودل شوې

media-moe
Wed, Jul 31 2024 11:32 AM
741

په هغه مراسمو کې چې د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب سربېره دیاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالرحمن حمیدي، د علماوو شورا رئیس او د یاد ولایت د سیمه ییزو ارګانونو یو شمېر مسئولینو حضور درلود؛ په ترڅ کې یې د ۷ بابه ښوونځيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

د لوګر ولايت د پوهنې ریاست د مسئولينو په وينا: ياد ښوونځي د پوهنې په برخه کې د يو همکار بنسټ له خوا جوړېږي، چې ۴ بابه يې په خروار، ۲ بابه یې په بره کي برک او يو باب یې په څرخ ولسوالیو کې ، چې ٥٠ مېليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

د يادونې وړ ده، د دغه هر یو ښوونځي ودانۍ ۶ درسي ټولګي، يوه اداري خونه لري، چې د شپږو مياشتو په موده کې به یې د جوړولو چارې بشپړې شي او شاوخوا ۷۰۰۰ تنو زده کوونکو ته به د زده کړو خوندي چاپېریال برابر شي.

د لوګر ولایت ولسونو د هېواد بچیانو د زده کړې په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه هڅې وستایلې.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS