د راستنېدونکو زده کونکو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت په موخه آزموینه واخیستل شوه

د کابل ښار د پوهنې مسئولینو د معلوماتو له مخې: د هېواد بچیانو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو په موخه، د هغو ۳۰۰ تنو راستنېدونکو هېوادوالو د تعلیمي کچې د تثبیت لپاره آزموینه واخیستل شوه، کوم چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
مسئولین وايي، په پلان کې ده چې د دې آزموینې ګډون وال د خپلو تعلیمي سویو سره سم د خپلو زده کړو د دوام په موخه، د کابل ښار د ښوونځیو له ۷ تر ۱۲ ټولګیو کې شامل شي.