د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو "اوونیز راپور"

media-moe
Sat, Jan 04 2025 2:37 PM
45

د دعوت او ارشاد ریاست له هدایت سره سم؛ تېره اوونۍ مولوي محمد عمیر د کابل ولایت له پوهنې رئیس او مسئولینو سره وکتل او په تعلیمي مرکزونو کې یې پر یو لړ مهمو اصلاحي موضوعاتو تفصیلي خبرې وکړې.
تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکونکو ته د دیني درسونو لړۍ دوام درلود او د یادې اوونۍ په درشل کې د مولوي بسم الله احسان لخوا ټولو منسوبینو او کارکوونکو ته اصلاحي وینا ترسره شوه.
همدارنګه نوموړي د پوهنې وزارت له ټولو منسوبینو څخه وغوښتل، تر څو خپلو مسئولیتونو او دندو ته په جدي ډول متوجې واوسي او د مراجعینو کارونه پرته له ځنډ څخه په ټاکلي وخت سرته ورسوي.
په ورته مهال د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د یو شمېر ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره په ټلیفوني خبرو کې له هغوی وغوښتل، تر څو په ټولو تعلیمي بنسټونو کې د دعوت او ارشاد ورځنۍ چارې لاپسې ګړندۍ کړي.
دغه راز له ولایتونو څخه را رسېدلي راپورونه ښیي چې؛ د دعوت او ارشاد ریاست د پلان او کړنلارې له مخې د پوهنې ټولو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ په نورمال ډول روانه وه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS