د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت اړوند د ښوونکو او اداري بستونو هغو شارټ لېسټ شویو ګډونوالو ته کوم چې د یو شمېر ستونزو له امله آزموینې ته نه دي حاضر شوي، خبر ورکول کېږي، چې د غیرحاضرانو آزموینه به په مرکز کابل کې واخیستل شي.
د یادې آزموینې لپاره نوم لیکنه یکشنبې، دوشنبې او سې شنبې ورځو کې (چې سلواغې له ۲۸مې، ۲۹مې، ۳۰مې سره سمون لري) د آزموینو ملي ادارې کې ترسره کېږي.
د آزموینې حقالشمول:
اداري بستونه: ۵۰۰ افغانۍ
ښوونکې بستونه: ۲۰۰ افغانۍ
(دا فیس د نوم لیکنې پر مهال اخیستل کېږي.)
د غیرحاضرانو لېست په لاندې لېنک کې خپور شوی:
https://nexa.gov.af/ps/moe-absents
د آزموینو ملي ادارې پته:
کابل، شهرنو، د کورنیو چارو وزارت زړې ودانۍ ته تلونکی سړک، یفتلي کوڅه؛
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست