د مرکز او ولایتونو ځینو خبرونو ته لنډه کتنه

کابل ولایت:
د کابل پوهنې ریاست لخوا، د کشکک، موسهي سفلي، ابراهیم خیل او مشواڼي لېسو ته د ساینسي مضمونونو او عملي تجربو د تدریس په موخه، اړین لابراتواري تجهیزات ووېشل شول
- کابل ښار:
د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني په حضور کې، د مراجعینو لپاره دآسانتیا وو او د هغوی د رسمي چارو ګړندي کولو په موخه، د اسنادو، احکامو او عریضو د وېشلو لپاره یوه نوې څانګه پرانیستل شوه.
- کندز:
- د کندوز ښار د ښوونځیو د مدیرانو او ښوونکو د وړتیا لوړولو په موخه، دوه ورځنی روزنیز پروګرام په رسمي ډول د یاد ولایت د پوهنې ریاست د ښوونکو مسلکي پراختیا آمریت لخوا پیل شو.