د خوست ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره د "اداري پروسو ساده کولو" په اړه مسلکي سیمینار پرانیستل شو

media-moe
Tue, Jun 24 2025 11:56 AM
215

د چارو ادارې لوی ریاست لخوا، د خوست ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره د اداري پروسو ساده کولو په موخه دوه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.

د یاد سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې، چې د چارو ادارې د لوی رئیس محترم الحاج شیخ نورالحق انور، پوهنې رئیس محترم مولوي فیض الله جمال حقاني او د نورو سیمه ییزو ادارو د استازو په حضور کې ترسره شو، د پوهنې رئیس لومړی د چارو ادارې لوی رئیس او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دوی له ورتګ څخه یې مننه وکړه.

نوموړي د خپلې وینا په دوام، د اداري پروسو روښانه کولو او ساده کولو په برخه کې د چارو ادارې لوی ریاست له هڅو د ستاینې ترڅنګ، ټینګار وکړ چې په اداري چارو کې آسانتیا، روڼتیا او اغېزمنتوب د ښې او موثرې ادارې بنسټیز اصول ګڼل کېږي.

هغه څرګنده کړه: په اداري چارو کې ځینې ستونزې شتون لري چې د اړوندو څانګو د ورځني کار په وړاندې ځنډ او خنډ رامنځته کوي او موږ هیله لرو چې دا سیمینار زموږ کارکارکوونکو ته د اداري چارو د چټکو او مؤثرو کړنو ترسره کولو لپاره اړین مهارتونه ور زده کړي.

ورپسې د افغانستان. ا.ا. د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د اداري پروسو ساده کولو ادارې رئیس ښاغلي بریالي ابدالي، د سیمینار د موخو، محتوا او د هغو د عملي کولو په اړه ګډون‌والو ته مفصل معلومات ورکړل، ویې ویل چې دا پروسه له مرکزي څانګو څخه پیل شوې او خوست ولایت لومړی ولایت دی چې د اداري چارو د ساده کولو په اړه سیمینار پکې ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه: دا روزنیز پروګرام به د هېواد په کچه د ټولو څانګو د منسوبینو لپاره پلی شي او له علمي کېدو وروسته به له نږدې وڅارل شي.

د ادري چارو د پروسې ساده‌کولو رئیس له ټولو ګډون‌والو وغوښتل چې د سیمینار منځپانګه په دقت سره زده او په عملي توګه یې په خپلو ورځنيو اداري چارو کې پلې کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې سیمینار کې به د اداري اصلاحاتو، د پروسو ساده کولو، د سیسټماتیکو اسنادو مدیریت، د مراجعینو لپاره د خدماتو او اداري روڼتیا په څېر موضوعات تدریس شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS