د لغمان ولایت علینګار ولسوالۍ د مدارسو اداري مسئولینو لپاره سیمینار جوړ شو

د لغمان ولایت پوهنې ریاست له پلان سره سم، د علینګار ولسوالۍ د ۱۷ بابه دیني مدارسو د اداري چارواکو وړتیا لوړولو په موخه، د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسلکي غړو لخوا یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
په یاد سیمینار کې، ګډونوالو ته د اداري اسنادو د نویو بڼو کارولو طریقې تشرېح او له هغوی څخه وغوښتل شول چې په اداري چارو کې له نويو او معیاري اسنادو څخه کار واخلي.
ګډونوالو هم د دې پروګروام له جوړولو څخه خپله رضایت څرګند او د داسې نورو روزنیزو سیمینارونو غوښتنه یې وکړه.