د کابل ښار د ښوونځیو آمرینو سره د پوهنې وزارت د رهبري غونډه

media-moe
Sat, Sep 20 2025 12:16 PM
fas

د پوهنې وزارت د ښوونیز وضعیت د لا ښه والي په موخه، نن د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د یو شمېر ښوونځیو له آمرینو سره د پوهنې وزارت د وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا، مالي او اداري معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د ښوونې او روزنې مخکني معین الحاج مولوي سخاءالله سعید، د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیزي په ګډون غونډه ترسره شوه.

غونډه د مالي او اداري معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل په وینا پیل شوه. نوموړي د ګډونوالو هرکلی وکړ او د غونډې اجنډا یې ورسره شریکه کړه.

ورپسې د پوهنې وزارت وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا د ښوونځیو آمرینو ته د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "زموږ د هېواد پرمختګ د عصري علومو له لارې امکان لري، نو له همدې امله باید زده‌کوونکي د دیني علومو تر څنګ په عصري علومو کې هم ښه وروزو." نوموړي له آمرینو وغوښتل چې ښوونکو ته د زده کړو روحيه ورکړي، هغوی مکلف کړي چې د زده‌کوونکو ورځنۍ ارزونه وکړي او له هغوی پوښتنې ترسره کړي.

د ښوونې او روزنې مخکني معین الحاج مولوي سخاءالله سعید په خپلو خبرو کې وویل: "موږ زده‌کوونکي تاسې ته سپارلي دي؛ هغوی داسې وروزئ لکه څنګه چې خپل اولادونه روزئ. دغه زده‌کوونکي د هېواد راتلونکي معماران دي، باید له اوسه یې په ښو زده کړو وروزو."

د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق هم په خپلو خبرو کې د عصري علومو د ودې او پرمختګ لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه او د پوهنې وزارت د رهبري د بشپړې ژمنې یادونه وکړه او آمرینو ته یې وویل: "هر آمر باید په خپل کار کې متعهد واوسي، ځکه که متعهد نه واوسو د الله تعالی په وړاندې به مسئول یو. د زده‌کوونکو د زده کړو کیفیت لوړ کړئ او د پوهنې وزارت لایحې په بشپړه توګه عملي کړئ."

د غونډې په پای کې د کابل ښار د ښوونځیو آمرینو خپل پرمختګونه او ستونزې د پوهنې وزارت له رهبري سره شریکې کړې او ژمنه وشوه چې د یادو ستونزو د حل لپاره به اړین ګامونه پورته شي.

غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS