د پوهنې وزارت مشرتابه د کابل ښار د ښوونځیو له آمرینو سره وکتل

media-moe
Sun, Sep 21 2025 3:04 PM
شطس

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا په داسې حال کې چې د یاد وزارت معینانو، یو شمېر مرکزي رئیسانو او د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي جنت ګل عزیزي یې هم ملتیا کوله، د ښوونځیو له آمرینو سره وکتل.

غونډه د مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل په وینا پیل شوه.

نوموړي د مېلمنو هرکلی وکړ او له هغوی سره یې د ناستې آجنډا شریکه کړه.

ورپسې د پوهنې محترم وزیر آمرینو ته د ښوونې روزنې پر محوریت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د هر هېواد پرمختګ د پوهې په واسطه ممکن دی، له دې جهته زده‌کوونکي باید په دیني او عصري علومو سمبال کړو.

نوموړي د ښوونځیو له آمرینو څخه وغوښتل چې ښوونکي باید هره ورځ زده‌کونکي وارزوي او له هغو څخه د ورځنیو درسونو په مورد پوښتنې ترسره کړي.

ورپسې د یاد وزارت د ښوونې او روزنې پخواني معین محترم الحاج مولوي سخا‌ءالله سعید هم په خپله وینا کې وویل: "موږ زده‌کونکي تاسو ته سپارلي دي؛ هغوی ته هغه ډول روزنه ورکړئ لکه څنګه چې تاسو خپل ماشومان روزئ. زده‌کوونکي د هېواد د راتلونکي معماران دي او هغوی ته باید اوسمهال څخه ښه ښوونه او روزنه ورکړل شي."

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق د خپلو ویناوو په دوام، د عصري علومو په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه بشپړې ژمنې ته اشاره وکړه او آمرینو ته یې وویل: "هر آمر باید خپل کار ته ژمن وي، ځکه چې که موږ ژمن نه یو، نو موږ به د خدای تعالی په وړاندې مسئول یو. د زده‌کوونکو د زده‌کړې کیفیت ښه کړئ، د پوهنې وزارت قوانین او مقررات په بشپړه توګه پلي کړئ."

د غونډې په پای کې د کابل ښار د ښوونځیو آمرینو خپل پرمختګونه او ستونزې د پوهنې وزارت مشرتابه سره شریکې کړې، چې د رهبرۍ له لوري ورته د ستونزو د حل لپاره ډاډ ورکړل شو.

غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS