د پوهنې محترم وزیر له لوري پکتیا ولایت کې د ۱۹۶ میلیونه افغانیو په لګښت، د ۱۸ ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ پرانیستل شوې

media-moe
Mon, Sep 22 2025 2:42 PM
5212

د ا.ا.ا پوهنې محترم وزیر الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې په یوه رسمي سفر پکتیا ولایت ته تللی، د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې يې د ۱۸ ښوونځیو لپاره جوړې شوې ودانۍ د شانداره غونډې په ترڅ کې رسماً پرانیستلې.

په یاده غونډه کې د پوهنې محترم وزیر الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د مسلکي انکشاف او تعلیمي نصابو رئیس مولوي اول‌ګل ایوبي، د پکتیا مرستیال والي شیخ‌الحدیث مولوي انعام‌الله صلاح‌الدین، د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي، یو شمېر رئیسانو، امارتي مسؤلینو، علماء کرامو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

د پوهنې محترم وزیر د پکتیا مجاهدپال ولس ته د نویو ودانیو مبارکۍ ترڅنګ له همکارې ادارې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ولس باید د خپل هېواد د بیا رغونې لپاره په خپله هڅه وکړي.

نوموړي زده‌کوونکو، استادانو او نورو مسؤلینو ته توصیه وکړه چې د نورو هېوادونو د تجربو په نظر کې نیولو سره باید له خپلو استعدادونو سالمه او اغېزمنه ګټه پورته کړي. هغه د دیني او عصري علومو زده کړه د ټولو لپاره ضروري وبلله او ټینګار یې وکړ چې د هېواد د دفاع لپاره باید ځانونه پوره چمتو کړو.

همداراز زده‌کوونکي یې د افغانستان د راتلونکي معماران وبلل او ویې ویل، "زموږ ځوانان باید د نورو اسلامي هېوادونو د ځوانانو په څېر د خپل هېواد د آبادۍ فکر ولري". پرمختګ او ترقّي یې د شهیدانو د وینو ثمره وبلله او د مسنون لباس اغوستل یې د بدن لپاره آرام وباله. ټینګار یې وکړ چې پرمختګ باید یوازې له لباس سره محدود نه شي.

د پکتیا د پوهنې رئیس، د محترم وزیر او نورو مېلمنو د هرکلي تر څنګ، له خپل انجنیري ټیم او هغو همکارو ادارو څخه مننه وکړه چې پر وخت یې د انکشافي چارو څارنه کړې ده. هغه زیاته کړه: «د زده‌کوونکو او استادانو لپاره د معیاري چاپېریال برابرول، د زده‌کړې لپاره ښه زمینه برابروي. موږ هڅه کوو چې زده‌کوونکي مو د اسلامي روحیې سره وروزو او د پردیو لاسونه لنډ کړو.»

همداراز د پکتیا مرستیال والي هم د پوهنې وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ د ښوونکو مهمو مسؤلیتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، "له زده‌کوونکو سره باید د خپلو اولادونو په څېر چلند وشي او سالمه ښوونه او روزنه ورته ورکړل شي." نوموړي له زده‌کوونکو وغوښتل چې له مشرانو او خپلو والدینو سره درناوی وکړي.

نوې جوړې شوې ودانۍ، چې هره یوه یې ۶ درسي ټولګي، ۱ اداري خونه، د اوبو رسونې او برېښنا مجهز سیستم او نور اړین ملحقات لري، د ۱۹۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې همکارې ادارې له لوري جوړه شوې او زرګونو زده‌کوونکو ته یې په مناسب تعلیمي چاپېریال کې د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS