هرات کې د ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار جوړ شو

media-moe
Sat, Sep 27 2025 2:04 PM
شسیشس

د "زده کوونکو ارواپوهنه" په محوریت د وړتیا لوړولو یو ورځنی سیمینار، د هرات ولایت د ۵۰ بابه ښوونځیو د ۱۰۰ تنو مدیرانو او ښوونکو په ګډون ترسره شو.

په دغه پروګرام کې، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر، د دې سیمینار په ترسره کولو کې د ملاتړو ادارو له همکارۍ ستاینه وکړه، د زده کوونکو د رواني، فکري او چلندي ودې په برخه کې یې د ښوونکو په بنسټیز رول ټینګار وکړ.

نوموړي وویل، ښوونکي نه یوازې زده کوونکو ته د پوهې لېږدولو مسئولیت لري؛ بلکې د هغوی په فکري ځواک او شخصیت جوړونه کې هم ژوره اغېزه لري.

دیادونې وړ ده چې دغه پروګرام د پوهنې ریاست او د هرات ښار د یو روغتون د ارواپوهانو د یوې ډلې په همکارۍ ترسره شو.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS