بدخشان ولایت کې څه د پاسه ۸.۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې پیل شوې
په بدخشان ولایت کې د زدهکوونکو لپاره د خوندي تعلیمي چاپېریال برابرولو لپاره، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۸ مېلیون ۴۹۳ زره افغانیو په لګښت د ۱۰ بابه ښوونځیو او یو باب دیني مدرسې بیارغونې او ترمیم چارې پیل شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست چارواکي وايي: د دغو پروژو اصلي موخه زدهکوونکو لپاره د معیاري او خوندي چاپېریال برابرول دي، چې له پلي کېدو سره به یې زرګونو تنو زدهکوونکو ته اړین ښوونیز چاپېریال برابر شي.
