د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس تخار ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
Sat, Oct 11 2025 11:09 AM
651465

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په مشرۍ پلاوي تخار ولایت ته رسمي سفر وکړ او د یاد ولایت له پوهنې رهبرۍ او کارکوونکو سره یې وکتل.
نوموړي په ​​خپله وینا کې په اسلامي ټولنه کې د اطاعت اهمیت او مقام ته اشاره وکړه او ویې ویل: "افغانستان د اسلام د سپېڅلي دین بیرغ لرونکی دی، له همدې امله ټول مسلمانان چې د اسلام تر بیرغ لاندې ژوند کوي، باید خپل صورت او سیرت د انسانیت د ستر لارښود حضرت محمد "صلی الله علیه وسلم" پر سنتو برابر کړي."
ورپسې د تخار ولایت پوهنې چارواکو هم د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس له سفر څخه مننه وکړه او د دغې ادارې ټولو منسوبینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې خپلو دندو ته ژمن و اوسي او د امربالمعروف د نافذه قوانینو په بشپړ ډول رعایت کولو سربېره له مراجعینو سره ښه چلند وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS