د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس بلخ ولایت ته په رسمي سفر لاړ

media-moe
Mon, Oct 13 2025 11:44 AM
5444

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په مشرۍ پلاوی بلخ ولایت ته لاړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم مفتي محمد شریف عثماني، د ولسوالیو د پوهنې پروګرامونو له آمرینو او د یاد ولایت د مرکز اړوندو ښوونځیو له چارواکو او مسئولینو سره وکتل.
د غونډې په پیل کې د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمر مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنې وزارت تعلیمي پروګرامونه یې خورا اغېزمن وبلل.
ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د خپل سفر اساسي موخه، د بلخ له پوهنې چارواکو سره لیدنه او د پوهنې په برخه کې د دعوت او ارشاد د پروګرامونو له پلي کولو څارنه بیان کړه.
همدارنګه نوموړي د ټولنې د اصلاح او د اسلامي امت د ورورګلوۍ په پیاوړتیا کې د اسلام مقدس دین د رول په اړه ارزښتناکه ویناه وکړه او له چارواکو یې وغوښتل چې د الهي احکامو، د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» د سنتو او لارښوونو په پلي کولو کې ټولې هڅې وکړئ.
غونډه د خیر په دعائیې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS