په بغلان ولایت کې د یو باب ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
Mon, Nov 17 2025 2:45 PM
\ط\ظط\ظط

د پوهنې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ اړوند د صیاد لېسې بنسټ ډبره د پوهنې رئیس محترم مولوي سید حفیظ الله «معتصم بالله» له لوري په داسې مراسمو کې کښېودل شوه چې د پوهنې مسئولینو ترڅنګ، دینی علماءکرامو، د سیمه‌ییزو ادارو یو شمېر چارواکو او د خلکو استازو هم پکې ګډون کړی و.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغې لېسې ودانۍ به ۱۰ درسي ټولګي، ۲ لابراتوار خونې، ۴ اداري خونې او نور اړین تاسیسات ولري.
 د دغې ودانۍ لګښت ۲۷۰ زره ډالر اټکل شوی او تمه ده چې یو مرسته کوونکی بنسټ به د هغو د لګښتونو مسئولیت په غاړه واخلي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS