د کابل له عالي عربي دارالعلوم څخه ۲۱۷ تنه طلاب فارغ شول 

media-moe
Wed, Nov 19 2025 2:36 PM
654

نن د کابل عالي عربي دارالعلوم د ۲۱۷ تنو طلابو د فراغت شانداره مراسم، د پوهنې وزارت مشرتابه، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د اسلامی ا.مارت لوړپوړو چارواکو، دیني علماءکرامو، استادانو، زده کوونکو او ګڼ شمېر مېلمنو په پراخ ګډون ترسره شول.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په خوږ تلاوت سره پرانیستل شوه؛ ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق د فارغانو بریاوې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل چې د خپلو نیتونو د پاکوالي سربېره د علومو زده کړې ته دوام ورکړي.
 نوموړي په ټولو ښوونیزو بنسټونو کې د معیاري زده کړو پر پراختیا ټینګار وکړ.
همدارنګه د اسلامي زده کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده طلابو ته د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې پوهنې وزارت هوډ لري ترڅو د ټولو تعلیمي بنسټونو تدریسي بهیر لاپسې معیاري کړي. 
نوموړي څرګنده کړه چې د ټولنې د واقعي پرمختګ لار د علم، پوهې او معنوي روزنې له لارې شونې ده.
په ورته مهال، د پوهنې وزارت اداري او مالي معین  محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل په خپلو خبرو کې د دیني علماءکرامو د ټولنیزو او اخلاقي مسئولیتونو یادونه وکړه او طلاب یې وهڅول چې د راتلونکو نسلونو د سالمې روزنې، فکري رهبري او ټولنیز اصلاح لپاره خپل علمي رسالت په اخلاص سره ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د همدغه دارالعلوم د فارغانو له جملې څخه ۵۲ تنه یې د قرآن کریم له حفظ دورې، ۱۴۰ تنه په دولسم پاس/ ثانویه درجه او ۲۵ تنه په څوارلسم پاس/فوق ثانویه درجو فارغ شول.
یاد شانداره مراسم د فارغانو پر سرونو د فضیلت پګړیو تړلو، تصدیق پاڼو وېشلو او دعائیې لوستلو سره پای ته ورسېدل.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS