د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او څارنې رئیس په بامیان ولایت کې له څو بابه ښوونځیو څارنه کوي
د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او څارنې رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس، بامیان ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د یکاولنګ او سیغان ولسوالیو له څو بابه ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د بامیان ولایت د پوهنې له چارواکو سره په یوه غونډه کې وویل چې د خپل سفر اساسي موخه یې په دې سیمو کې د ښوونځیو د ودانیو، تجهیزاتو او ملکیتونو د وضعیت څارنه او مستقیمه ارزونه ده.
دغه اقدام د پوهنې وزارت د جامع پروګرام یوه برخه ګڼل کېږي، چې د ملي شتمنیو ساتنه او پالنه او په ټول هېواد کې د تعلیمي زیربناوو کیفیت ښه والی یې اساسي لومړیتوبونه دي.
