د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د فراه ولایت له پوهنې چارواکو سره وکتل

media-moe
Thu, Nov 27 2025 11:30 AM
zc xcv

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په رسمي سفر فراه ولایت ته لاړ او د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي اخترمحمد زعیم او چارواکو سره یې وکتل.
پلاوي د خپل سفر موخه د پوهنې له چارواکو سره لیدنه او د دغه ولایت د پوهنې په ادارو کې د محترم مشرتابه د لارښوونو پلي کولو له پروسې بیاکتنه وبلله.
د دعوت او ارشاد محترم رئیس له ټولو چارواکو وغوښتل چې د الهي احکامو پلي کولو، د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» د سنتو په تعقیب، د اسلامي مشرتابه د لارښوونو عملي کولو او د دیني حلقو په ورځنيو درسونو کې په فعاله توګه د منسوبینو ګډون لپاره ټولې هڅې وکړي.
ورپسې د یاد ولایت پوهنې رئیس د پلاوي هرکلی وکړ، هغوی ته یې په ښوونیزو ادارو کې د دعوت او ارشاد ریاست د پروګرامونو پلي کولو ډاډ ورکړ او د پلاوي سره یې د لازیاتې همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS