د هرات ولایت پوهنې آمرینو او مدیرانو لپاره مسلکي سیمینار پیل شو
د "ارزیابي تازه فورمونو په هکله د کړنلارې لارښود" تر سرلیک لاندې یو ورځنی مسلکي سیمینار د هرات ولایت پوهنې ریاست د پروګرامونو چارواکو، د ولسوالیو پوهنې آمرینو او علمي غړو لپاره جوړ شو.
د پرانیستې په مراسمو کې، د هرات پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر او سرپرست محترم مفتي نعمتالله معتصم د مدیرانو او کارکوونکو د مسلکي مهارتونو په ښه کولو کې د سیمینارونو پیل اغېزمن وباله او د ارزیابۍ تازه فورمونو د کړنلارې لارښوود په اړه یې دغه ډول پروګرامونه خورا مهم وګڼل.
نوموړي د نوې کړنلارې او ارزونې فورمو د ډکولو د طریقې جزئیات تشرېح کړل او زیاته یې کړه چې د دغه سیسټم پلي کولو موخه د ارزونې پروسې معیاري کول، د بشري سرچینو مدیریت پیاوړی کول او د ښوونکو او پوهنې کارکوونکو د فعالیتونو اسانه تعقیبول دي.
