پکتیا ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې مدرسې جوړولو کارونه پیل شول
د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت پر یوې وقف شوې ځمکې باندې چې شاوخوا یو نیم مېلیون افغانۍ ارزښت لري، د مدینة القرآن دیني مدرسې نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې چارواکو او مسئولینو لخوا کېښودل شوه.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې پوهنې مسئولینو، د علماوو شورا درنو چارواکو او د سیمې د خلکو استازو ګډون درلود.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي په خپله وینا کې وویل: د خلکو په همکارۍ به هڅه وکړي، چې طلابو او زدهکوونکو ته معیاري تعلیمي چاپېریال برابر کړي.
