د خوست ولایت یو شمېر علماءکرامو د پوهنې وزارت له اسلامي زده‌کړو محترم معین سره وکتل

media-moe
Sat, Feb 07 2026 11:49 AM
6416

د خوست ولایت یو شمېر علماءکرامو د پوهنې وزارت له اسلامي زده‌کړو معین محترم الحاج کرامت الله آخندزاده سره وکتل او د علاقې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.
لومړی د اسلامي زده‌کړو محترم معین مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی فعالیتونه یې وستایل، کوم چې د ټولنې د اصلاح په برخه کې خورا ډېر ګټور وو.
ورپسې یو تن دیني عالم د نورو په استازیتوب د پوهنې وزارت له محترم معین سره د لیدنې څخه خوښي څرګنده او د خپلو اړوندو ولایتونو د ښوونیزو او روزنیزو ادارو، په ځانګړي ډول د اسلامي زده‌کړو په څانګه کې یو شمېر ستونزې د وزارت له محترم مشرتابه سره شریکې کړې، چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو محترم معین لخوا د وړاندې شویو ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS