د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست پلاوي پنجشېر ولايت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
Sat, Feb 07 2026 12:00 PM
5415

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست مرستیال محترم مولوي بسم‌الله حسان پنجشېر ولایت د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د ياد ولايت پوهنې ریاست سرپرست، پوهنې مسئولینو، د ولسوالیو  پوهنې آمرينو، عمومي مدیرانو او د یاد ریاست له کارکوونکو سره وکتل.
غونډه د پنجشېر پوهنې ریاست د سرپرست محترم محمدحنیف تسکین لخوا د پلاوي په هرکلي سره پیل شوه. 
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې په ټولنه کې د ارشاد او دعوت د درسي بهیرونو پیاوړتیا یوه مهمه اړتیا ده.
ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او دعوت ریاست استازي، محترم مولوي بسم‌الله «حسان» خبرې وکړې. هغه د ایمان پر پیاوړتیا، د الهي ارشاداتو پر عملي کولو او د علم پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې پرته له علمه پرمختګ ناشونی دی. نوموړي د ټولیز او ګډ مسٸولیت پر اهمیت ټینګار وکړ.
غونډه د مبارکې دعاٸيې په لوستلو سره پای ته ورسېده٠

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS