د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند ۳۵۰ تنو مدیرانو او آمرینو لپاره ښوونیز ورکشاپ جوړ شو
د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له لوري، د «اغېزمنې زدهکړې او پوهې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ، د کابل ښار پوهنې ریاست اړوندو شپاړسو ښوونیزو حوزو د ۳۵۰ تنو مدیرانو او آمرینو لپاره جوړ شو.
په همدې مناسبت هغه غونډه چې د سید جمالالدین افغان دارالمعلمین په تالار کې د پوهنې مسئولینو، د تعلیمي حوزو آمرینو او د کابل ښار ښوونځیو اداري کارکوونکو په حضور کې جوړه شوې وه، د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا کفیل محترم مولوي محمد کریم جهاني، مېلمنو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل:« دغه ورکشاپ شپږ ورځې دوام کوي او ګډونوال د دوه ورځنیو پړاوونو په دوو مرحلو کې تر ښوونیز پوښښ لاندې نیول شوي دي، چې اوس یې درېیم پړاو هم پیل شو.»
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې د دغه سیمینار له علمي مطالبو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
