د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست او د امربالمعروف او نهی عن المنکر د تنفیذ کمېټې لخوا اصلاحي سیمینار جوړ شو
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست او د امربالمعروف او نهی عن المنکر د تنفیذ کمېټې له لوري، د کابل ښار پوهنې رياست د غونډو په تالار کې د پوهنې د ١٢ رياستونو شاوخوا ١٠٠٠تنو کارکوونکو لپاره یو ورځنی اصلاحي او روزنیز سیمینار، د یاد وزارت د مقام دفتر لوى رٸيس محترم شيخ محمدطاٶوس طارق، د چارو ادارې لوى رياست د دعوت او ارشاد رٸيس شيخ بسم الله شاکر، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري، آمرینو، علماءکرامو او ښوونکو په حضور کې ترسره شو.
ياد سیمینار د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو; ورپسې د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوى رٸيس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د دعوت او ارشاد د نصاب د اهميت تشرېح کولو ترڅنګ يې، د لمانځه د اقامې په هکله پوهنې کارکوونکو ته تاثیرګذاره وینا وکړه او د منسوبينو دنده یې د ټولنې په هراړخیز پرمختګ کې تر ټولو مهمه وبلله.
همدارنګه د چارو ادارې لوى رياست د دعوت او ارشاد رٸيس د خپلې وينا په ترڅ کې، د امربالمعروف قانون توضېح کړ او ګډونوالو یي په خپلو دندو کې لازیاتو هلوځلو ته وهڅول.
یاده غونډه د پوهنې وزارت د دعوت اوارشاد محترم رئیس لخوا تر لنډې علمي وینا وروسته، په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.
