هلمند ولایت کې د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه نوي ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه
د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ اړوند «د ډاکټر بسمالله وردګ» ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۸ میلیونه او ۹۶۴ زره افغانیو په لګښت د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ جوړه شوې، اوس د یاد ولایت پوهنې مسئولینو او د سیمهییزو ادارو د چارواکو په حضور کې په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ شپږ درسي خونې، د لمریزې برېښنا سیسټم، احاطوي دېوال، د څښاکدپاکو اوبو څاه او نور اړین ملحقات لري، چې د زدهکوونکو لپاره مناسب او معیاري ښوونیز چاپېریال برابروي.
